زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/07/10 - 04:27:1
زيارة: 244
مشاركة مع الـأصدقاء

پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروله
 پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروله

انصار: (د چنګاښ 20مه)، پاکستان د ملګروملتونو د کډوالو له لوی کمیشنر سره تر خبرو وروسته له افغانستانه د بې اسنادو کډوالو د ایستلو لړۍ ودروله.

پاکستان دا پرېکړه ظاهراً د بشري خواخوږۍ له کبله کړې خو باور کېږي چې دغه هیواد ته د ملګروملتو د کډوالو د لوی کمیشنر د سفر په ترڅ کې د کډوالو د مېلمه پالنې په خاطر د مالي مرستو د ژمنو په خاطر یې دا پرېکړه کړې وي.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو لوی کمیشنر فیلیپو ګرانډي د سې شنبې په ورځ خپل درې ورځنی سفر پای ته ورساوه او په پاکستان کې یې د افغانانو لپاره د اوږدمهاله حللارو د هڅو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

پاکستان ته د فیلیپو ګراندي له سفره له وروسته د کډوالو لویې کمیشنرۍ په یوه بیان کې ویلي، «ګرانډي د پاکستان په دې ستاینه وکړه چې د غیرقانوني بهرنیانو د جبري ستنولو پلان یې وځنډاوه او ډاډ یې ورکړ چې هغوی به په پاکستان کې پرېږدي.»

یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي چې په اسلام اباد کې له مشرانو سره د ګراندي د لیدنو- کتنو او خبرواترو په اړه خبر و، د امریکا ږغ انگلیسي برخې ته تایید کړه چې پاکستان د افغانانو د اخراج لړۍ درولې ده. خو چارواکي د ځنډولو موده په ډاګه نه کړه.

هغه د نوم نه ښودلو په شرط خبرې وکړې ځکه چې اجازه یې نه لرله چې له رسنیو سره په دې اړه خبرې وکړي.

دغه چارواکي وويل: «ګرانډي ته زموږ پيغام دا و چې نړيواله ټولنه بايد د افغان کډوالو د ساتنې او ستنولو په برخه کې خپل مسووليت ادا کړي. دا يو ګډ مسووليت دی او بايد ټول پېټی د پاکستان پر اوږو وانه چول شي.»

پاکستاني او د ملګرو ملتونو چارواکو وویل، د افغانانو د ایستلو د ځنډولو پریکړه په بشري بنیادونو شوې ځکه چې افغانستان له خراب اقتصادي او بشري وضعیت سره مخامخ دی.

ګراندي د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف او نورو پاکستاني چارواکو سره وکتل او د هغه خبرې تر ډېره د شاوخوا درې میلیونه افغانانو پر برخلیک متمرکزې وې.

د پاکستاني او ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا، په پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو څخه شاوخوا 1.3 ملیونه رسمي کډوال اعلان شوي، نژدې 900,000 د افغانستان تابعیت کارتونه لري، او پاتې نور بې اسناده دي، یا د 2021 په اګست کې د طالبانو له واک ته رسیدو او پاکستان ته له تیښتې وروسته دریم هیوادونو ته د پناه غوښتنې په انتظار کې د دوی ویزې پای ته رسیدلي.

 

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32430






*
*

*



قرأ

نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی


د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو


دافغانستان په ۱۲ ولایتونو کی د واورو اوسیلابونو اټکل شوی


په وروستیو سیلونو کې نژدې ۴۰ تنه مړه شوي


۲۵۵ افغانان د جرمني پلازمېنې برلین ته ورسېدل


افغانان له تصوره لوړ له اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي


کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي


نژدې هره ورځ خونړۍ ترافیکي پېښې؛ څوک ملامت دي؟


طالبانو پکتیا کې ۸ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي


یوه میاشت کې له ۲۰ زره جریبه زیاته ځمکه له غصب راګرځول شوی


د هوا له نظره د نړۍ تر ټولو ککړ هیوادونه کوم دي؟


اوچا له هېوادونوغوښتي چې پر انسانیت پانګونه وکړي


د ۲۰۲۴ کال نوومبر او په مجموع کې ټول کال د تاریخ تر ټولو تود کال ثبت شو


د سالنګ لویه لار د لویو مسافر وړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه


راتلونکی کال تر ۱۲ میلیونه ډېر افغان ماشومان مرستو ته اړتیا لري


ورک شوی لبنانی ۴۰ کاله وروسته د سوریې په زندان کې وموندل شو


له ترکمنستان څخه د برښنا د واردولو قرارداد تمدید شو


هرات ته له ترکمنستانه د برېښنا غځېدلي مزي پرې شوي


طالبانو د کوکنارو د کښت په تور ۳۱ تنه نیولي


د افغان خبریالانو پر وړاندې د سرغړونو ۳۳۶ پېښې ثبت شوي


رينا اميري د دوو افغان مېرمنو له لوري د نړيوالو جايزو د ترلاسه کولو هرکلی کړی


بلوسکای څه شی دی، ولې میلیونونه کسان ور روان دي؟


افغان ماشومان زده کړو او سوله ییز ژوند ته هیله لري


د خوارځواکۍ د تشخيص لپاره مو يو ميليون افغان ماشومان معاينه کړي


۲ میلیونه پاکستانیان د هوا ککړې له امله روغتونونو ته لېږل شوی